بېرته
دکندهار دبشری حقونو خپلواک کمیسیون له جګړه مارو څخه د اوربند غوښتنه کړې
د خپرېدو نېټه: 1389/06/15 0:0د خبر شمېره: 1782سرچینه: آژانس خبری ایرکا

په کندهار کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په دی ولایت کی د جګړی د ښکیلو ډلو له لورې د ملکی مرګ ژوبلی پر زیاتوالی اندیښنه ښودلی ده او د دواړو لوریو څخه غوښتونکی ده چی نوره جګړه پای ته ورسوی .
هغه خبرپاڼه چې په کندهار کې د نوموړی کمیسیون د دفتر څخه رارسیدلې ده پکښی ویل شوی چې په دی وروستیو کې په کندهار کې د جګړو ، وسله والو ، ځانمرګی بریدونو او چاودونو په ترڅ کی ډیر ځانی زیانونه ملکی خلکو ته رسیدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې، ملکی او بی دفاع خلکو د مرګ ژوبلی کچه ورځ تر بلی د ډیریدو په حال کی ده او باید مخنیوی یی وشی .
په خبرپاڼه کې راغلی چې ،د روان میاشتې د لمړۍ لسیزې په اوږدو کې د بیلابیلو پیښو په ترڅ کې13 ملکی کسان وژل شوی او 21 نور ټپیان شوی دی.
په خبرپاڼه کې پر نوموړی مرګ ژوبله سخته خواشینی ښودل شوی ده او د ملکی خلکو وژنه چې د هری ډلی له لورې رامنځته شوی ده په کلکو ټکو غندل شوی ده.
د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په خپله خبرپاڼه کې په جګړو او شخړو کې د ښکیلو ډلو څخه په ټینګه غوښتنه کړی چې د داسی ناوړه ، غیر اسلامی او غیرانسانی کړنو د مخنیوی په برخه کی لازم او عاجل اقدامات تر سره کړی.
سرچینه زیاتوی چې د کندهار د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په دی غمیزو کی د افغانستان د مسلمان اولس سره ځان شریک بولی ،وژل شوو کسانو ته دبخښنې دعا کوی ، ټپیانو ته دعاجلې شفا او کورنیو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوی.
دا په داسې حال کې ده ، چې نړیوال ځوا کونو د ملکی کسان د مرګ ژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو اچوی خو طالبان داپړه نه منی.