خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کنړ کې د دولت 28 مخالف وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دکنړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې د نړیوال او افغان ځواکونوپه ګډعملیاتو کې 23 تنه ددولت وسله وال مخالفین وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوی دی.
په ننګرهار ولایت کې د نړیوالو ځواکونود مطبوعاتی دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی ، په هغو عملیاتو کې چې تیره شپه د کنړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې وشوه 23 تنه ددولت وسله وال مخالفین وژل شوی.
خبرپانه زیاتوی چې په یاد عملیات کې پنځه تنه وسله وال ټپی شوی هم دی.
د یاد شوې مطبوعاتی دفتر یو افغان کارکوونکی چې د نوم له ښودلو څخه ډډه کوی وویل:
«په هغه عملیاتو کې چې تیره شپه د کنړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې وشوه ، افغان او نړیوال ځوا کونو ته کوم زیان ندی اوښتی.»
هغه زیاته کړه چې ،د عملیات پر مهال د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه د تخنیکی ستونزې له کبله بیړنی ناستې ته اړ شوې ، چې له څه مودې وروسته بیرته خپلې هډې ته را ستنه شوه .
نوموړی د عملیاتو پرمهال د دولت د وسله وال مخالفینود یو زیرمه تون د موندنې خبره هم وکړه .
هغه زیاتوی چې ،په دې زیرمه تون کې ډول ډول چاودیدونکی توکی او د سپکو او درنې وسلو مرمۍ د ګډو ځواکونو لاسته ورغلی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
کوم کس چې ځان زبیر صدیقی د دولت مخالف وسله وال حزب اسلامی ویاند بولی رسنیو ته ویلی چې ، دوی په کنړ کې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه غورځولې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه پوره معلومات نلری.
دا په داسې حال کې ده چې ، تیره ورځ په یو ګډ فوځی عملیاتو کې 6 تنه د دولت مخالف وسله وال د شیګل په ولسوالۍ کې ووژل شول.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.