خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/15 0:0کد خبر: 1788

سيد حامد نوري ووژل شو

سيد حامد نوري ووژل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ملي راډيو ټلويزيون يو پخوانى وياند سيد حامد نوري تېره شپه د زړو مكروريانو په سيمه كې د نامعلو كسانو لخوا په چړو ووژل شو. د سيد حامد نوري د كورنۍ غړو ويلي، چې تېر ماښام ناوخته څو كسانو نوري له ځانه سره بوت، چې وروسته كور ته نږدې يې مړى وموندل شو. له پېښې وروسته پوليسو د نوموړي مړى عدلي طب ته ليږدولى دي. دعدلي طب رئيس ډاكټر خالد باتور حسن كليد ته وويل، چې ډاكټرانو يي معاينات ترسره كړي،خو پايله به يې وروسته په ډاگه شي. د حامد نوري يو بل نږدې ملگري د نامه له ښودلو پرته كليد ته وويل، چې ناپيژاندو كسانو تېر ماښام لومړى حامد نوري له كوره ويستلى او بيايي له وهلو ورسته سر ترې پرې كړى دى. د كابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل، چې تېره شپه د سيد حامد نوري يوه نږدې ملگري نوموړى لومړى له كوره ويستلى او بيا يي د چړې په واسطه وژلى دى. د نوموړي په وينا، په دې اړه يې څېړنې پيل كړي ترڅو د حامد نوري په وژنه كې ښكېل كسان د قانون منګولو ته وسپاري. د ملي ټلويزيون پخواني وياند سيد حامد نوري تېرو پارلماني ټاكنو ته هم ځان نومولى و او يوه موده يې د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د مرستيالۍ دنده تر سره كړې. پر دې سربېره يې د هېواد بېلابېلو خصوصي رسنيو ته لېكنې هم كړي دي. د نى يا د خپلواكو رسنيو د ملاتړ ادارې چارواكو په وينا، تېركال د افغان خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي درې اويا پېښې رامنځته شوي دي، چې دري څلوېښت د دولت لخوا، دوه د سوله ساتو ځواكونو لخوا، دولس د وسله والو مخالفينو لخوا او شپاړس پېښې د نامعلومو كسانو لخوا ترسره شوي دي. سرچينه زياتوي، چې له امله يې څلور خبريالان وژل شوي، څلور ټپيان شوي، دري دېرش نيول شوي، اتلس وهل ټكول شوي او څوارلس نور ګواښل شوي دي، په وژل شويو دوه تنه افغانان خبريالان جان الله هاشمزاده او سلطان احمد منادي او دوه بهرني خبريالان، شامل دي، چې سږنى كال د الومړى افغان خبريال دى، چې د نامعلومو كسانو لخوا په بې رحمانه توګه وژل كېږي. د يادونې وړ ده، چې تراوسه د سيد حامد نوري د وژنې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.