خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ناټو د 2000 نورو ځواکونو غوښتنه کړې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ناټو چارواکی وایی په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان د دوه زره نورو بهرنیو ځواکونو غوښتنه کړې چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلی.
د ناټو چارواکی وایی په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان د دوه زره نورو بهرنیو ځواکونو غوښتنه کړې چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلی، که څه هم په هغو هېوادونو کې چې په افغانستان کې عسکر لری، د افغانستان له جګړې د خلکو ملاتړ کم شوى دى.
د ناټو چارواکی وایی د ایساف ځواکونو د غښتلتیا په هدف دغه غوښتنه د ډېوېډ پټرایوس له خوا تېره اوونۍ شوې وه، د دې تر څنګ د 750 نور پرسونل غوښتنه هم شوې، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلی.
د ناټو یوه چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، رویټرز اژانس ته ویلی، ”دا مشخصه شوې ده چې د شا و خوا د 2000 ځواکونو غوښتنه وشی خو پر دې پرېکړې بحث روان دى“
دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د ناټو د عمومی منشی انډرس فوګ راسموسن تر سفر مخکې شوې ده، خو په کابل کې د ناټو او امریکایی ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پټرایوس د دفتر چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د ناټو یوه چارواکی اژانس ته ویلی فکر کوی امریکا به پر یونیم لکو بهرنیو ځوکونو ځینې نور عسکر ور زیات کړی، خو متحد هېوادونه هڅه کوی له امریکا پرته د نورو هېوادونو شراکت هم زیات کړی.
ناټو هڅه کوی د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړی، له دې کبله غواړی د ناټو 28 غړی هېوادونه وهڅوی چې په دې برخه کې د ایساف لاسنیوى وکړی او له جګړې څخه د خلکو کم شوى ملاتړ زیات کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د یوې خپلواکې څارونکې انټرنېټ پاڼې په حواله، د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان میلادی کال د وژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر پنځه سوو ته زیات شو، حال دا چې تېر میلادی کال دغه شمېر 521 و.
ناټو هیله لری چې د 2011م کال تر اکتوبر پورې د افغان ملی اردو شمېر یولک یو اویا زره او شپږ سوه ته زیات کړی دغه راز د افغان پولیسو شمېر یولک څلوردېرشو زرو ته ورسوی. افغان ولسمشر حامد کرزی ویلی دی چې تر 2014م کاله پورې باید افغان ځواکونه د امنیت ساتنې پوره مسوولیت واخلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.