خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/17 0:0کد خبر: 1820

ناټو د 2000 نورو ځواکونو غوښتنه کړې

ناټو د 2000 نورو ځواکونو غوښتنه کړې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ناټو چارواکی وایی په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان د دوه زره نورو بهرنیو ځواکونو غوښتنه کړې چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلی. د ناټو چارواکی وایی په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان د دوه زره نورو بهرنیو ځواکونو غوښتنه کړې چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلی، که څه هم په هغو هېوادونو کې چې په افغانستان کې عسکر لری، د افغانستان له جګړې د خلکو ملاتړ کم شوى دى. د ناټو چارواکی وایی د ایساف ځواکونو د غښتلتیا په هدف دغه غوښتنه د ډېوېډ پټرایوس له خوا تېره اوونۍ شوې وه، د دې تر څنګ د 750 نور پرسونل غوښتنه هم شوې، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلی. د ناټو یوه چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، رویټرز اژانس ته ویلی، ”دا مشخصه شوې ده چې د شا و خوا د 2000 ځواکونو غوښتنه وشی خو پر دې پرېکړې بحث روان دى“ دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د ناټو د عمومی منشی انډرس فوګ راسموسن تر سفر مخکې شوې ده، خو په کابل کې د ناټو او امریکایی ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پټرایوس د دفتر چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. د ناټو یوه چارواکی اژانس ته ویلی فکر کوی امریکا به پر یونیم لکو بهرنیو ځوکونو ځینې نور عسکر ور زیات کړی، خو متحد هېوادونه هڅه کوی له امریکا پرته د نورو هېوادونو شراکت هم زیات کړی. ناټو هڅه کوی د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړی، له دې کبله غواړی د ناټو 28 غړی هېوادونه وهڅوی چې په دې برخه کې د ایساف لاسنیوى وکړی او له جګړې څخه د خلکو کم شوى ملاتړ زیات کړی. دا په داسې حال کې ده چې د یوې خپلواکې څارونکې انټرنېټ پاڼې په حواله، د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان میلادی کال د وژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر پنځه سوو ته زیات شو، حال دا چې تېر میلادی کال دغه شمېر 521 و. ناټو هیله لری چې د 2011م کال تر اکتوبر پورې د افغان ملی اردو شمېر یولک یو اویا زره او شپږ سوه ته زیات کړی دغه راز د افغان پولیسو شمېر یولک څلوردېرشو زرو ته ورسوی. افغان ولسمشر حامد کرزی ویلی دی چې تر 2014م کاله پورې باید افغان ځواکونه د امنیت ساتنې پوره مسوولیت واخلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.