خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر جلال اباد ښار توغندیز بریدونه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
جلال اباد ښار تېره شپه بیا تر څو توغندیزو بریدونو لاندې راغى، چې چارواکی وایی د یوې کورنۍ د مشر په ګډون یې لس ښځې او ماشومان ټپیان کړی.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى، چې د توغول شویو توغندیو شمېر،دوه،درې ګڼی وایی له ناڅرګند لوری د شپې پر نهو بجو د توغول شویو دغو توغندیو یو یې د جلال اباد په اکمالاتی بېز سیمه کې پریوه کور پرېوتى، چې یاده ژوبله یې اړولې، خو نورو توغندیو کوم زیان نه دى کړى.
د والی ویاند د روغتیایی چارواکو له خولې د ټپیانو روغتیا د ډاډ وړ ګڼی او زیاتوی، چې امنیتی ځواکونه د پېښې په اړه پلټنې کوی.
دا توغندی، چې مسؤلیت یې لا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخېستى، تر دې وړاندې اکثره وخت وسله والو طالبانو خپل کارباله او پرجلال اباد هوایی ډګر د لګېدو د دعوې ترڅنګ یې د ناټو ځواکونو دې لویې پوځی اډې کې د مرګ، ژوبلې د اوښتو ادعا کوله.
خو چارواکو دا دعوې ردولې او د ولسی خلکو د ځانی او مالی زیانونو پخلى یې کاوه.
ننګرهار، چې تر اختر وړاندې او پارلمانی ټاکنو په رالنډیدو یې امنیتی چارواکو پر دوى خپلو دندو کې د پاتې راتګ تر نیوکو وروسته د امنیتی تیاریو خبره کوله،د اختر په اوږدو کې یې دا توغندی او ولسی زیان لومړۍ پېښه ګڼل کېږی.
د هېرولو نه ده، چې امنیتی چارواکو پخوا د توغندیو د وېشتل کېدو سیمه د جلال اباد جنوب یاداوله او کله، کله به یې په دې تور د یو شمېر کسانو د نیولو دعوې هم کولې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.