خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/22 0:0کد خبر: 1903

یو شمېرافغان کډوال د پاکستان سیلابونو کډه کولو ته اړ کړل

یو شمېرافغان کډوال د پاکستان سیلابونو کډه کولو ته اړ کړل   - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان سیلابونو خپل هېواد ته ګډه کولو ته اړ کړی، په کابل کې یې په ورانو شوېو ودانیو او کیږدیو کې اړولی. دوی شکایت کوی چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی خو تر اوسه پورې چا ورسره مرسته نه ده کړې. په کابل کې ورانې شوې ودانۍ یوې ځلې بیا د یو شمېر هغو راستانه شوېو افغان کډوالو کورونه ګرځېدلی چې په پاکستان کې وروستیو سیلابونو زیانمن کړی او خپل هېواد ته په ستنېدو اړ کړی. دوی چې شمېر یې ورځ تر بلې ډیریږی، وایی په تېرو څو اونیو کې کومې دولتی ادارې او یا هم کورنۍ او بهرنۍ موسسې ورسره مرسته نه ده کړې. د کابل د حضوری چمن تر څنګ هم یو شمېر دغو کورنیو اړولی او د لسګونو نورو هغو کورنیو ترڅنګ یې کیږدۍ درولی چې د تېرو څو کلونو راهیسې د سرپناه د نشتوالی له امله هلته دیره دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمشنرۍ یا یو ان ایچ سی ار وایی چې د تېرې اګسټ په میاشت کې شاوخوا 630 کورنۍ چې څه باندې درې زره تنه کیږی، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په سیلابونو کې له زیانمن کېدو وروسته خپل هېواد ته ستانه شوی دی. د یو ان ایچ سی ار ویاند نادر فرهاد بیا دا ردوی چې ګنې له دغو راستانه شوېو کډوالو سره مرسته نه ده شوې. نوموړی وایی له دوی سره له هغې نه زیاته مرسته شوې چې د یو ان ایچ سی ار د لایحې له مخې له هر راستنیدونکی افغان کډوال سره کیږی، ښاغلی فرهاد وویل: (هر کله چې افغانان په خپله خوښه او یا هم د سیلابونو له امله افغانستان ته د ستنېدو پریکړه وکړی، د یو ان ایچ سی ار اداره په بشپړه توګه چمتو ده چې لازمې مرستې ورسره وکړی. هغه خلک چې سیلابونو ځپلی دوه انتخابه لری، یو دا چې هلته پاتې شی او په یو ځل ټول راستانه نه شی، ځکه د نړېوالو میثاقونو له مخې هلته د اوسېدو حق درلود او لری یې او که چېرې راستنیږی، موږ چمتو یو چې هغو ته لازمې مرستې ور ورسوو. ) په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د سرپناه د نشتوالی، اقتصادی ستونزو او ناامنیو له امله د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر خلک بې ځایه شوی دی. که څه هم افغان دولت وایی چې په خپلو سیمو کې یې د بې ځایه شوېو خلکو د ځای پر ځای کېدو لپاره کار کړی دی، خو بیا هم په هېواد کې دننه بې ځایه کېدل د یوې لویې ستونزې په توګه پاتې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.