خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ارزګان : د 14 طالبانو د وژلو خبر ورکړل سو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
افغان او نړیوالو ځواکونو په اروزګان ولایت کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون د 14 وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
په کابل کې د ایساف ځواکونو د مطبوعاتی دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو هغه مهال پر ګډو ځواکونو برید وکړ، چې له سیند څخه پورې غاړې ته وتل.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې ګډو ځواکونو وروسته له هغه چې سیمه یې دقیقه وڅارله او معلومه شوه چې هلته ملکی وګړی نشته، هوایی برید وکړ او 14 تنه یې ووژل.
د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت، یاد شوی عملیات او د 14 طالبانو وژل کېدل تایید کړل.
هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو طالبانو کې د محمدی په نامه د هغوى یو مشهور ځایی قوماندان هم شامل دى.
دى وایی، چې دغه عملیات ددې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پیل شوی او اوس هم ادامه لری، څو د ټولټاکنو لپاره ډاډمنه امنیتی فضا برابره شی.
د دهراوود ولسوال خلیفه سادات بیا وایی چې له عملیاتو مخکې په سیمه کې د ایساف ځواکونو پر یوه نظامی موټر چاودنه شوې وه، خو هغوى ته یې مرګ ژوبله نه وه اړولې.
دى وایی چې اوس هم په سیمه کې چاڼیز عملیات ادامه لری او په وقفه ییز توګه د وسلوالو مخالفینو پر پټنځایونو هوایی بریدونه هم کېږی.
طالبانو تر دی مهاله څه نه دی ویلی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.