جمهور رئیس کرزى وایی، ملی امنیت باید د هېواد د ملی ګټو ساتنه وکړی.
د جمهوری ریاست له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیی کې راغلی، چې د ملی امنیت اداره باید خلکو ته د ډار پر ځای ارامتیا ورکړی او د خلکو بشپړ باور را خپل کړی.
کرزی دغه راز ویلی، چې د هېواد له درېو مهمو بنسټونو سره د ملی کلیمه راغلې ده، چې هغه ملی پولیس، ملی اردو او ملی امنیت دی، نو ځکه خو باید د ملی ګټو ساتل د دغو درېو برخو د فعالیتونو په سر کې ځاى ولری.