خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د راى شمېرنو لومړنۍ پایلې به د شنبې په ورځ اعلان شی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مسولین وایی، چې د ټولو هغو کسانو له منځه، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو، کابو څلوېښت فیصدو په انتخاباتو کې ګډون کړى دى.
خو د ناامنۍ او درغلۍ په باب د ملګرو ملتونو او امریکا له اندېښنې وروسته په انتخاباتو کې د بې نظمیو شکایتونه شوی او تور لګول شوى، چې ځینو کاندیدانو له زور او تهدیده کار اخیستى او همداراز په یولړ مواردو کې کم عمرو کسانو رایې اچولې دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی وویل، چې په شاوخوا پنځو زرو انتخاباتی مرکزونو کې درې ملیونو او شپږ لکه دوه څلوېښت زرو تنو رایې اچولې دی.
د معنوی په وینا دا د ټولو هغو کسانو، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دی، په سلو کې څلوېښت جوړوی.
خو د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، چې دوى ته د رایې ورکولو د مرکزونو په پرانستلو کې د ځنډ، وېرولو، د کم عمره رایو ورکوونکو، له ثبت شویو کارتونو ناسمې استفادې، د بل پرځای د رایې ورکول، د ګوتې د رنګ د کیفیت د خرابوالی او د رایپاڼو د کموالی په باب شکایتونه رسېدلی دی.
فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنې ویلی، چې ټاکنې ناامنیو، تاوتریخوالو او بې نظمیو اغېزمن کړې دی.
د ولسی جرګې د 249 چوکیو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ او وروستۍ نتیجه به یې د لړم په نهمه نېټه اعلان شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.