خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/28 0:0کد خبر: 2001

د راى شمېرنو لومړنۍ پایلې به د شنبې په ورځ اعلان شی

د راى شمېرنو لومړنۍ پایلې به د شنبې په ورځ اعلان شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مسولین وایی، چې د ټولو هغو کسانو له منځه، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو، کابو څلوېښت فیصدو په انتخاباتو کې ګډون کړى دى. خو د ناامنۍ او درغلۍ په باب د ملګرو ملتونو او امریکا له اندېښنې وروسته په انتخاباتو کې د بې نظمیو شکایتونه شوی او تور لګول شوى، چې ځینو کاندیدانو له زور او تهدیده کار اخیستى او همداراز په یولړ مواردو کې کم عمرو کسانو رایې اچولې دی. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوی وویل، چې په شاوخوا پنځو زرو انتخاباتی مرکزونو کې درې ملیونو او شپږ لکه دوه څلوېښت زرو تنو رایې اچولې دی. د معنوی په وینا دا د ټولو هغو کسانو، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دی، په سلو کې څلوېښت جوړوی. خو د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، چې دوى ته د رایې ورکولو د مرکزونو په پرانستلو کې د ځنډ، وېرولو، د کم عمره رایو ورکوونکو، له ثبت شویو کارتونو ناسمې استفادې، د بل پرځای د رایې ورکول، د ګوتې د رنګ د کیفیت د خرابوالی او د رایپاڼو د کموالی په باب شکایتونه رسېدلی دی. فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنې ویلی، چې ټاکنې ناامنیو، تاوتریخوالو او بې نظمیو اغېزمن کړې دی. د ولسی جرګې د 249 چوکیو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ او وروستۍ نتیجه به یې د لړم په نهمه نېټه اعلان شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.