خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/03 0:0کد خبر: 2099

ساراشورډ د اسلامی ایران له ولسمشر سره وکتل

ساراشورډ د اسلامی ایران له ولسمشر سره وکتل  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د پریس ټی وی د راپور له مخې رویترز او اسوشیټید پریس خبر ورکړامریکایی ښاریزی سارا شورډ چی په دی وروستیو کښې د ایران په خاروه کښې له نیول کیدو وروسته خوشی شوی ده په نیویارک کښې د اسلامی ایران له ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد سره وکتل او د دغه هیواد له چارواکویې د ځان د خوشی کیدو په دلیل قدرونه وکړه . ددغه راپور له مخې سارا شورډ او مور یې پرون په نیویارک کښې د اسلامی ایران له ولسمشر سره وکتل . نوموړی د اسلامی ایران ولسمشر ډیر ښه ، مثبت او مهربان کس وباله . د اسلامی ایران ولسمشر میرمن سارا شورډ چی ایران ته د غیرقانونی راننوتلو په دلیل نیولی وه د پینځو لکو ډالرو د وثیقی په مقابل کښې د اسلامیٍ مهربانۍ او مینی په دلیل خوشی کړه . هغې له آزادۍ وروسته په دی اړه له لویدیځو رسندویو سره په مرکه کښې د رهبرۍ د سترمقام او د اسلامی ایران د ولسمشر قدرونه او مننه کړی وه .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان