ناټو ځواکونو وویل، چې د کندهار په پنجوایۍ کې یې وړمه ورځ د ښامار ګوزار په نوم عملیات تر سره کړی، چې پکې د طالبانو د دوو مشران په نیولو سربېره یې پنځه عسکر ووژل شول.
د یادو ځواکونو په وینا، له پنځو وژل شوی سرتېرو څخه یې درې د سړک د غاړې په بمی چاودنه کې ووژل شول او دوه نور هغه یې په یوې بلې پېښې کې وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې، د ګورجستان دفاع وزارت پرون په یوې خبرپاڼې کې د خپلو څلورو سرتېرو د مړینې پخلى وکړ.
د خبر پاڼې په وینا، دغه سرتېری په هلمند کې په یوې ګزمې بوخت وو، چې د سړک دغاړې ماین پرې والوت.
د دغه وژل شوی سرتېرو هویت او د مړینې کره ځاى نه دى څرګند
ځایی چارواکو او وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: