خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
چاودنې یو ملکی وګړی ژوبل کړ

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
نن سهار نهه بجې د میرویس مېنی په سیمه کې یوې چاودنې یو ملکی وګړی ژوبل کړ.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله، چې د پولیسو رېنجر موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کی و.
د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځى پېښې پخلى کوی او وایی، چې چاودېدونکی توکی پریوه موټرسایکل ځای پر ځای شوی وو، چې پولیسو ته پکښې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یوازې یو ملکی کس لږ ژوبل شوی دی.
بلخوا بیا د والی ویاند زلمی ایوبی وایی، چې په دغه چاودنه کې دوه ملګی وګړی ژوبل شوی دی.
د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې د مخامخ بریدونواو ځانمرګو بریدونو په پرتله د ماینونو د چاودنی پېښې زیاتې شوی دی، چې زیاته مرګ ژوبله یې هم ملکی وګړو ته اوړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.