خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ډی آى اې تښتول شوی افغان کارکوونکی خوشې شول

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د کونړ د ولایتی شورا رئیس په دې ولایت کې د ناڅرګندو تښتونکو لخوا د یوې امریکایی موسېسې د هغو درېیو افغان کارکوونکو د خوشې کېدو پخلى کوی، چې له یوې برتانوۍ مېرمنې سره د تېرې یکشنبې پر ورځ تښتول شوی وو.
رئیس میاحسن عادل، چې دغه کسان موټر چلوونکی ګڼی، وایی وړمه ورځ ناوخته خپله د تښتونکو په خپله خوښه له کوم جوړ، جاړی یا پیسو اخېستو پرته خوشې شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوی.
د ولایتی شورا رئیس دا هم وایی، چې د ډى،آى،اې امریکایی موسسې دې کارکوونکو سره یو ځاى تښتول شوې برتانوۍ مېرمنه لا هم د تښتونکو په ولکه کې ده.
د کونړ ځایی چارواکی له څوکۍ ولسوالۍ څخه د تښتول شویو دغو کسانو په اړ ه له خبرو ډډه کوی، خو یو شمېر رسنۍ وایی، چې د دې تښتول شویو افغان کارکوونکو یوه تن ورته د خپلې خوشې کېدنې پخلى کړى دى.
د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ناڅرګند ځایه کلید ته په ټلیفون دعوه وکړه، چې نن سهار لس بجې یې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ایتلافی سرتېرو پر یوې پلې ګزمې برید او چاودنه کې درې دغه سرتېری وژلی او پینځه نور یې ټپیان کړی، چې ځایی چارواکی یې په اړه څه نه وایی او په ختیځ کې د ایتلاف مطبوعاتی اداره یې ناسمه بولی.
کونړ، چې له څه مودې راهیسې یې امنیتی وضعیت یو څه ښه شوى و،د برتانوۍ مېرمنې ترتښتول کېدو وروسته پکې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو د بریدونو دعوې ډېرې ترلاسه کېږی، چې ډېر کله یې چارواکی نه منی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.