ولسمشر حامد کرزی له یوه لوړ پوړی دولتی او امریکایی چارواکیو سره نن غرمه د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته ورسېد .
د کندهار د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د تلې په 17مه، وویل چې ولسمشر حامد کرزى نن غرمه مهال د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته ورسېد او دبابا صاحب په زیارت کې یې په غونډه کې برخه واخیسته.
هغه زیاته کړه چې ولسمشر سره په دې سفر کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونوعمومی قوماندان جنرال پیټرایس، د امریکا سفیر کارل ایکن بیری، د ملی دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال منیر منګل او ګڼ شمېر نور چارواکی شامل دی.
د ایوبی په وینا، ولسمشر سره په دې غونډه کې د ارغنداب او شاوخوا ولسوالیو نږدې 3000 قومی مشران ګډون کوی.
دى وایی چې حامد کرزى به په دې غونډه کې د کندهار ولایت او په ځانګړې توګه د ارغنداب ولسوالۍ دامنیت او د تدابیری عملیاتو په اړه خبرې کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: