خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/18 0:0کد خبر: 2314

په بلخ کې په زرګونو تنه د سواد له نعمت څخه برخمن شوی

په بلخ کې په زرګونو تنه د سواد له نعمت څخه برخمن شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بلخ ولایت د سواد زده کړې مسوولین وایی، چې د روان کال په اوږدو کې یې څه باندې 21زره کسان د سواد له نعمت څخه برخمن کړی دی. د دغه ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې مدیر عبدالستار میرزا په مزارشریف کې د ((د لوستې ښځې، لوستې ټولنه)) تر سرلیک لاندې د جوړې شوې غونډې په پاى کې په یوه خبری ناسته کې وویل، چې په روان کال کې یې 21زره 298تنو (سړی او ښځې) ته زده کړه ورکړې ده. نوموړی زیاته کړه، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده کړې 1085کورسونه کار کوی، چې هر کال په زرګونو بې سواده کسانو ته د سواد زده کړې ورکوی. د هغه په وینا، دغه کورسونه د بېلا بېلو بهرنیو او کورنیو موسسو له خوا تمویلېږی. د سواد زده کړې مدیر وویل، چې په دغو کورسونو کې 72یې د پوهنې وزارت په مالی لګښت پر مخ وړل کېږی. نوموړی زیاته کړه، چې سربېره په فارغ شویو کسانو یې 22زره 864نوی زده کوونکی د سواد زده کړې تر پوښښ لاندې راوستی دی. عبدالستار وویل، چې ځینې داسې سیمې هم شته، چې اوسېدونکی یې د سواد زده کړې له کورسونو سره علاقه نه لری او برخه په کې نه اخلی. نوموړی له دینی عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې دوى باید د تبلیغ له لارې خلک د سواد په ارزښت پوه کړی او د سواد زده کړې په کورسونو کې برخې اخیستو ته یې وهڅوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.