خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/18 0:0کد خبر: 2315

یوه بله خصوصی امنیتی کمپنۍ هم منحل شوه

یوه بله خصوصی امنیتی کمپنۍ هم منحل شوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د نیمروز په ولایت کې یوې خصوصی کمپنۍ خپلې وسلې په داوطلبانه توګه د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې. د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د فضل الله امنیتی خصوصی شرکت نن سهار(د تلې په 18مه) په دواطلبانه توګه 31میله بېلابېل ډول وسلې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارلې او یاد شرکت په رسمی ډول منحل شو. د هغه په وینا، په دغو وسلو کې 2میله راکټ لانچر، 3میله پیکا، 20 میله کلاشینکوف او 6 میله تومانچې شاملې دی. پردلی زیاته کړه، چې دغه شرکت د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتی کاروانونو د امنیت ټینګولو مسوولیت له کندهار څخه تر هرات او هرات څخه تر کندهار پورې پرغاړه درلوده او مرکز یې د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې و. د نوموړی د څرګندونو له مخې، په نیمروز کې یواځې د فضل الله امنیتی خصوصی شرکت فعالیت کاوه. پژواک سره په مرکه کې د دغه شرکت مشر فضل الله څرګنده کړه، چې دغه ګام یې د ولسمشر حامد کرزی د امنیتی خصوصی کمپینو د بې وسلې کولو له فرمان نه وروسته پورته کړ. هغه وویل، چې دغه شرکت د کورنیو چارو له وزارت سره راجستر او په قانونی ډول یې فعالیت کاوه، خو اوس یې په داوطلبانه ډول وسلې سپارلې دی. د یادونې وړ ده، چې د فضل الله شرکت نهم خصوصی امنیتی شرکت دى، چې د خصوصی کمپنیو د انحلال په اړه د ولسمشر د فرمان (د زمری 26مه 1389) له مخې، منحل شو. په دغه فرمان کې کورنیو چارو ته دنده سپارل شوې ده، چې ټول خصوصی امنیتی کورنی او بهرنی کمپنۍ دې د دغه فرمان له خپرېدو سره سم په څلورو میاشتو کې منحل کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.