بېرته
یوه بله خصوصی امنیتی کمپنۍ هم منحل شوه
د خپرېدو نېټه: 1389/07/18 0:0د خبر شمېره: 2315سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د نیمروز په ولایت کې یوې خصوصی کمپنۍ خپلې وسلې په داوطلبانه توګه د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې.
د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د فضل الله امنیتی خصوصی شرکت نن سهار(د تلې په 18مه) په دواطلبانه توګه 31میله بېلابېل ډول وسلې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارلې او یاد شرکت په رسمی ډول منحل شو.
د هغه په وینا، په دغو وسلو کې 2میله راکټ لانچر، 3میله پیکا، 20 میله کلاشینکوف او 6 میله تومانچې شاملې دی.
پردلی زیاته کړه، چې دغه شرکت د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتی کاروانونو د امنیت ټینګولو مسوولیت له کندهار څخه تر هرات او هرات څخه تر کندهار پورې پرغاړه درلوده او مرکز یې د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې و.
د نوموړی د څرګندونو له مخې، په نیمروز کې یواځې د فضل الله امنیتی خصوصی شرکت فعالیت کاوه.
پژواک سره په مرکه کې د دغه شرکت مشر فضل الله څرګنده کړه، چې دغه ګام یې د ولسمشر حامد کرزی د امنیتی خصوصی کمپینو د بې وسلې کولو له فرمان نه وروسته پورته کړ.
هغه وویل، چې دغه شرکت د کورنیو چارو له وزارت سره راجستر او په قانونی ډول یې فعالیت کاوه، خو اوس یې په داوطلبانه ډول وسلې سپارلې دی.
د یادونې وړ ده، چې د فضل الله شرکت نهم خصوصی امنیتی شرکت دى، چې د خصوصی کمپنیو د انحلال په اړه د ولسمشر د فرمان (د زمری 26مه 1389) له مخې، منحل شو.
په دغه فرمان کې کورنیو چارو ته دنده سپارل شوې ده، چې ټول خصوصی امنیتی کورنی او بهرنی کمپنۍ دې د دغه فرمان له خپرېدو سره سم په څلورو میاشتو کې منحل کړی.