خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/20 0:0کد خبر: 2338

چاودنې څلور ملکی وګړی ووژل

چاودنې څلور ملکی وګړی ووژل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د زابل ولایت امنیتی چارواکی وایی چې تېر ماښام د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې څلور ملکی وګړی وژل شوی دی. د والی ویاند محمدجان رسولیار د تلې په 20مه، وویل، چې دغه پېښه د کلات ښار اړوند د مغلزو په سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ملکی وګړیو یو کرولا موټر، چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، د پېښې ښکار شو. رسولیار وایی، چې د چاودنې له امله په یاد شوی موټر کې ناست څلور ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی. د نوموړی د معلوماتو له مخې، وژل شوی کسان د وردګو ولایت اوسېدونکی دی. خبرپاڼه زیاتوی، چې په چاودنه کې درې ملکی وګړی وژل شوی او یو ماشوم سخت ژوبل دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ژوبل ماشوم د ایساف ځواکونو له لوری د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دى. که څه هم ایساف ځواکونه او د زابل دولتی چارواکی د پېښې مسوولیت د وسلوالو طالبانو پر غاړه اچوی، خو وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی. درې ورځې وړاندې هم، د مرکز کلات او مېزانې ولسوالۍ پر لویه لاره د اومکی په سیمه کې په یوه ورته پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکی وګړی وژل شوی وو. د یادولو وړ ده، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د چاودنو، بریدونو او عملیاتو پر مهال د ملکی وګړیو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، یواځې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې زرو ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې 76 سلنه یې د ماین چاودنو له امله رامنځته شوې ده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.