د هلمند په لښکرګاه ښار کې تېره شپه د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې د یوې خصوصی امنیتی کمپنۍ اته ساتونکی ، چې دسړک جوړولو کمپنۍ ساتنه یې کوله ، وژل شوی دی.
د هلمند د والی ویاند داوود احمدی د تلې په 26مه، وویل چې دغه پېښه تېره شپه په یوولسو بجو د لښکرګاه دوراهۍ ته نږدې دسنګین ولسوالۍ پر لاره رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو په دغه سیمه کې د امنیتی کمپنۍ د ساتوونکیو پر پوستې برید کړى ، اته ساتونکی یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړی دی.
د نوموړی په وینا، د ساتوونکیو په ځوابی برید کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خپل مړی یې له ځانه سره وړی او یواځې یو جسد یې په سیمه کې پاتې دى .
ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال کمال الدین شېرزى بیا وایی چې کېداى شی د ساتوونکیو ترمنځ خپلمنځی جګړه رامنځته شوې وی.
د هغه په وینا، په دې نښته کې نهه ساتونکی وژل شوی او دوه یې نادرکه دی ، چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دی.
طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی چې پر یادې شوې پوستې ددوى ملګرو برید کړى او 14 پولیس یې وژلی دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: