خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/26 0:0کد خبر: 2399

په لښکرګاه کې دسړک جوړونې دامنیتی کمپنۍ اته ساتونکی ووژل شول

په لښکرګاه کې دسړک جوړونې دامنیتی کمپنۍ اته ساتونکی ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د هلمند په لښکرګاه ښار کې تېره شپه د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې د یوې خصوصی امنیتی کمپنۍ اته ساتونکی ، چې دسړک جوړولو کمپنۍ ساتنه یې کوله ، وژل شوی دی. د هلمند د والی ویاند داوود احمدی د تلې په 26مه، وویل چې دغه پېښه تېره شپه په یوولسو بجو د لښکرګاه دوراهۍ ته نږدې دسنګین ولسوالۍ پر لاره رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو په دغه سیمه کې د امنیتی کمپنۍ د ساتوونکیو پر پوستې برید کړى ، اته ساتونکی یې وژلی او درې نور یې ټپیان کړی دی. د نوموړی په وینا، د ساتوونکیو په ځوابی برید کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خپل مړی یې له ځانه سره وړی او یواځې یو جسد یې په سیمه کې پاتې دى . ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال کمال الدین شېرزى بیا وایی چې کېداى شی د ساتوونکیو ترمنځ خپلمنځی جګړه رامنځته شوې وی. د هغه په وینا، په دې نښته کې نهه ساتونکی وژل شوی او دوه یې نادرکه دی ، چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دی. طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی چې پر یادې شوې پوستې ددوى ملګرو برید کړى او 14 پولیس یې وژلی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.