خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د القاعدې مشران په پاکستان کې دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
غربی رسنیو د ناټو ځواکونو د یوه چارواکی، له خولې، چې نوم یې نه دې ښوول شوى لیکلی، چې د القاعدې مشران په پاکستان کې دی.
امریکایی تلوېزون سی ان ان په خپل راپور کې لیکلی، چې د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن او مرستیال یې ایمن الظواهری له، چې د 11 سپټمبر د پېښې پړه بلل کېږی د پاکستان په شمال لویدیځ غریزو سیمو کې دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بن لادن د اوسېدو ځاى چترال او تورې بوړې ته څېرمه غریزه سیمه ښوول شوې ده.
توره بوړه هغه سیمه ده، چې پکې د جهاد پر مهال د افغان او عربو مجاهدینو پاخه سنګرونه وو او 2001 میلادی کال وروسته په لومړیو کلونو کې د طالبانو د زیات فعالیت مرکز و.
پاکستان چارواکو تل دغه راز تورونه بې بنسټه بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دغو سیمو کې د القاعدې هیڅ لوړ پوړى غړى شتون نه لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.