خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/01 0:0کد خبر: 2458

امریکا له پاکستان سره دوه ملیارده ډالره مرسته کوی

امریکا له پاکستان سره دوه ملیارده ډالره مرسته کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په واشنګټن کې دپاکستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو په وروستۍ ورځ دامریکا دبهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن له خپل پاکستانی سیال شاه محمود قریشی سره په یوه خبری غونډه کې له پاکستان سره د دوو ملیارد ډالره پوځی مرستې اعلان وکړ. د امریکا او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې خبرې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وې او اټکل کېده چې امریکا به د غونډو په پای کې له پاکستان سره لویه پوځی مرسته اعلان کړی. دا دوه میلیارده ډالر به د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات د پوځی مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د پنځو کلونو په مودې کی پاکستان ته ورکړل شی اوپاکستان به وکړای شی چې په دې پیسوله نورو هیوادونو څخه په امریکا کی جوړې شوې وسلې او مهمات وپیری. ددغو مرستو تراعلان وړاندې د اوباما د حکومت ځینو جګپوړو مامورینو رسنیو ته ویلی وو چې پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د دوه ملیارده ډالرو دا مرسته د دې لپاره ده چې امریکا غواړی یو ځل بیا پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د دې هیواد د پوځ د اړتیاوو په اړه د اوږدې مودې تعهد لری او امریکا غواړی د پاکستان پوځ دومره غښتلی شی چې طالبان او القاعده وسله وال وځپلی شی. له پاکستان سره د امریکا دا مرسته د امریکا د کانګریس تصویب ته اړتیا لری.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.