بېرته
امریکا له پاکستان سره دوه ملیارده ډالره مرسته کوی
د خپرېدو نېټه: 1389/08/01 0:0د خبر شمېره: 2458سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په واشنګټن کې دپاکستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو په وروستۍ ورځ دامریکا دبهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن له خپل پاکستانی سیال شاه محمود قریشی سره په یوه خبری غونډه کې له پاکستان سره د دوو ملیارد ډالره پوځی مرستې اعلان وکړ.
د امریکا او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې خبرې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وې او اټکل کېده چې امریکا به د غونډو په پای کې له پاکستان سره لویه پوځی مرسته اعلان کړی.
دا دوه میلیارده ډالر به د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات د پوځی مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د پنځو کلونو په مودې کی پاکستان ته ورکړل شی اوپاکستان به وکړای شی چې په دې پیسوله نورو هیوادونو څخه په امریکا کی جوړې شوې وسلې او مهمات وپیری.
ددغو مرستو تراعلان وړاندې د اوباما د حکومت ځینو جګپوړو مامورینو رسنیو ته ویلی وو چې پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د دوه ملیارده ډالرو دا مرسته د دې لپاره ده چې امریکا غواړی یو ځل بیا پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د دې هیواد د پوځ د اړتیاوو په اړه د اوږدې مودې تعهد لری او امریکا غواړی د پاکستان پوځ دومره غښتلی شی چې طالبان او القاعده وسله وال وځپلی شی.
له پاکستان سره د امریکا دا مرسته د امریکا د کانګریس تصویب ته اړتیا لری.