خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
لغمان کې د یوې امنیتی شرکت پر ساتونکو برید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د لغمان مرکز مهترلام کې پرون د وسله والو طالبانو لخوا د یوه امنیتی شرکت پرساتونکو برید شوى، چې دوى او چارواکی یې پرتلفاتو بېلا، بېلې دعوې لری.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، ملګرو یې پرون یوولس بجې برید کړى، چې دوه موټرې یې پکې ویجاړې کړی او د نورو زیانونو معلومات نه لری.
د لغمان د والی ویاند ګل رحمان همدرد له نورو جزیاتو پرته پېښه منی، خو وایی یو وسله وال طالب ترپېښې وروسته ژوندى نیول شوى او څلور تنه شاوخوا یې پېښې ټپیان کړی، چې ټپیان نورو وسله والو له ځانه سره وړی.
د لغمان امنیې قومندان تربیا، بیا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه او خپلواکو سرچینو سره موږ خبرو کې پاتې راغلو.
لغمان، چې له څه مهاله پکې د ناامنۍ پېښې یو څه زیاتې شوې وې، دا له وروستیو ورځو راهیسې پکې هغه امنیتی پېښه ده، چې چارواکی یې منی.
د دې ولایت امنیتی چارواکی هم د بل ختیځ ولایت کونړ د چارواکو غوندې ډېرى وخت رسنیو ته له معلومات ورکولو ډډه کوی، چې د خبریالانو په وینا، دې کار یې له پېښو د خلکو په سمه خبرونه کې ستونزه رامنځته کړې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.