خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/04 0:0کد خبر: 2495

افغانستان کې د ملکی مرګ ژوبلې په اړه پلټنې

افغانستان کې د ملکی مرګ ژوبلې په اړه پلټنې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

نړیوالو ځواکونو ویلی، چې دوى د افغانستان په جنوب کې د هغو 25 ملکی وګړو د مړینې په اړه پلټنې کوی، چې د ناټو ځواکونو په هوایی برید کې وژل شوی وو. ناټو ځواکونو په هلمند ولایت کې د هوایی برید پخلى کړى وو، خو ویلی یې وو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کې ملکی وګړی نه وو وژل شوی. اى پی خبری اژانس د افغان چارواکو له خولې خبر ورکړى، چې د ناټو ځواکونو په دغه هوایی برید کې 25 ملکی کسان وژل شوی. د هلمند د ولایتی شورا مشر فضل باری په وینا، ځایی چارواکو ده ته ویلی، چې په دغه برید کې 25 تنه وژل شوی او ښایی دغه شمېره لوړه شی. د نوموړی په وینا، وژل شوی کسان د هلمند ولایت د بغران کلی په جومات کې ناست وو، خو د ناټو چارواکو ویلی وو، چې دوى ته تر اوسه داسې راپور نه دى ور رسېدلى، چې برید کې دې کوم جومات په نښه شوى وی. د صالح په نامه یوه عینی شاهد اى پی اژانس ته ویلی، چې سهار 2 بجې بهرنی سرتېری دغې سیمې ته راغلل او له هوایی برید وړاندې یې له وسله والو طالبانو سره لنډه نښته وشوه. د صالح په وینا، د دغه لوى جومات یوازې دوه دېواله او یوه وړه خونه روغه ده، نور ټول جومات ویجاړ شوى، چې خلک اوس هم له جوماته د مړیو په راویستلو بوخت دی. د افغانستان په جنوب او ختیزو ولایتونو کې د پاکستان پولې ته څېرمه، وسله والو طالبانو تل د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه توده ساتلې او دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ترې راځی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.