خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بغلان کې 6 وسله وال طالبان ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکو ویلی، چې د بغلان ولایت د دهانه غوری په جوى نو کلی کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو په تر سره شویو عملیاتو کې 6 تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت کلید ته وویل، چې تېره شپه د قومندان لعل په نوم چې د وسله والو طالبانو یو سمه ییز قومندان دی د نیولو لپاره عملیات په لاره اچول شوی وو، چی د هغه 6 ملګری په دغه عملیاتو کې وژل شوی دی، خو نوموړی نه دی نیول شوی.
یادې سرچینې خپل لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ندی ویلی.
بلخوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټیلفون له لارې په خبرو کې ادعا وکړه، چې تېره شپه یې ملګرو د دهانه غوری د چینو په سیمه کې له ګډو ځواکونو سره نښته کړې، چې په پایله کې د ګډو ځواکونو 2 سرتیری، چې یو یې بهرنی او بل افغان سرتېری دى وژل شوی دی.
مجاهد په دغه نښته کې د خپلو 5 ملګرو د وژل کېدو خبر هم ورکړ.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.