خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/08 0:0کد خبر: 2535

د نشی توکو د له منځه وړو په موخه تر سره شوی عملیات

د نشی توکو د له منځه وړو په موخه تر سره شوی عملیات - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار ولایتی او امنیتی سرچینې د دې ولایت په سرحدی ولسوالۍ اچین کې د نېشه یی توکیو پرضد د وروستیو عملیاتو په اړه، چې روسی او امریکایی چارواکی یې د دوى لخوا ترسره شوی ګڼی، بېلا، بېل نظرونه لری. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیا عبدالزى د عملیاتو وخت پرون سهار وختی ښیی او وایی، چې پلان او سمبالښت یې د نېشه یی توکیو پرضد افغان ځواکونو کړى و او له کابله راغلو ځواکونو، چې دى یې هویت نه ښیی، د ځایی پولیسو ترڅنګ پکې برخه لرله. روسی او امریکایی چارواکو په عملیاتو کې د هیروینو د له منځه وړل شویو فابریکو شمېر څلور ښودلی وو، خو د ننګرهار د والی ویاند وایی، یوازې د یوې فابریکې له منځه تلو خبر دى. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور بیا د والی د ویاند برعکس عملیات د ایتلافی ځواکونو پر مټ شوی ګڼی او وایی، ځایی پولیسو پکې برخه نه لرله. په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی اداره بېخی په دې اړه له خبرو ډډه کوی. د ننګرهار اچین ولسوالی، چې د شینوارو د لویې درې اړونده او پاکستان ته په نېږدې سرحدی سیمه کې پرته ده، پخوا هم پکې د یو شمېر ورته نیشه توکو فابریکو د له منځه وړلو خبرونه ورکړل شوی وو. خو دا لومړى ځل دى، چې په دې هڅه کې د بهرنیو ځواکونو او هغه هم د روسیې هغو د ګډون خبره کېږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان