خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د نشی توکو د له منځه وړو په موخه تر سره شوی عملیات

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ننګرهار ولایتی او امنیتی سرچینې د دې ولایت په سرحدی ولسوالۍ اچین کې د نېشه یی توکیو پرضد د وروستیو عملیاتو په اړه، چې روسی او امریکایی چارواکی یې د دوى لخوا ترسره شوی ګڼی، بېلا، بېل نظرونه لری.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیا عبدالزى د عملیاتو وخت پرون سهار وختی ښیی او وایی، چې پلان او سمبالښت یې د نېشه یی توکیو پرضد افغان ځواکونو کړى و او له کابله راغلو ځواکونو، چې دى یې هویت نه ښیی، د ځایی پولیسو ترڅنګ پکې برخه لرله.
روسی او امریکایی چارواکو په عملیاتو کې د هیروینو د له منځه وړل شویو فابریکو شمېر څلور ښودلی وو، خو د ننګرهار د والی ویاند وایی، یوازې د یوې فابریکې له منځه تلو خبر دى.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور بیا د والی د ویاند برعکس عملیات د ایتلافی ځواکونو پر مټ شوی ګڼی او وایی، ځایی پولیسو پکې برخه نه لرله.
په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی اداره بېخی په دې اړه له خبرو ډډه کوی.
د ننګرهار اچین ولسوالی، چې د شینوارو د لویې درې اړونده او پاکستان ته په نېږدې سرحدی سیمه کې پرته ده، پخوا هم پکې د یو شمېر ورته نیشه توکو فابریکو د له منځه وړلو خبرونه ورکړل شوی وو.
خو دا لومړى ځل دى، چې په دې هڅه کې د بهرنیو ځواکونو او هغه هم د روسیې هغو د ګډون خبره کېږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.