خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ننګرهار کې قومی شخړو 8 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په ننګرهار کې د دوو جلا قومی وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته.
پېښې دواړه پرون سهار د ننګرهار په سره رود او دره نورولسوالیو کې شوی.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى وایی یوه نښته د سره رود په شېخ مصری سیمه کې د پچېراګام د اصلی استوګنو دوو مېشتو کورنیو ترمنځ د اوبو پرسر شوې، چې له یوې غاړې پکې څلور تنه وژل شوی، خو اوس وضعه کراره او د پولیسو په واک کې ده.
بلخوا همدا پرون سهار د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیکالۍ کلی کې د همدې کلی او بل کلی سوتن د استوګنو ترمنځ نښته شوې، چې وېل کېږی څلور تنه پکې ټپیان دی.
د ننګرهار د ولایتی شورامنشی او د دې ولسوالۍ استوګن محمد ایوب ملک بابا وایی، چې نښته په شیکالۍ کې د یوه سوتن مېشتی موټرچلوونکی د موټرځغلولو په سر شوې، چې د شیکالۍ درې او د سوتن یو استوګن پکې ټپیان دی.
دې سیمې ته د منځګړې جرګې د ورتګ او نښتې د ودرېدو خبر ورکوی، خو په اړه یې نور جزیات نه لری.
د ننګرهار د والی ویاند یوازې نښته منی، خو له جزیاتو یې په ناخبرۍ ښودلو سره وایی، چې په کرارولو پسې یې سیمې ته پولیس ورغلی.
یو شمېر خلک ننګرهار ولایتی چارواکی د داسې نښتو په مخنیوی کې پاتې بولی او وایی که دوى د داسې نښتو پر پخوا رامنځته کوونکو قانون پلى کړى واى، نو دا لړۍ به نه غځېده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.