خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/08 0:0کد خبر: 2536

ننګرهار کې قومی شخړو 8 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار کې قومی شخړو 8 تنو ته مرګ ژوبله واړوله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په ننګرهار کې د دوو جلا قومی وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته. پېښې دواړه پرون سهار د ننګرهار په سره رود او دره نورولسوالیو کې شوی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى وایی یوه نښته د سره رود په شېخ مصری سیمه کې د پچېراګام د اصلی استوګنو دوو مېشتو کورنیو ترمنځ د اوبو پرسر شوې، چې له یوې غاړې پکې څلور تنه وژل شوی، خو اوس وضعه کراره او د پولیسو په واک کې ده. بلخوا همدا پرون سهار د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیکالۍ کلی کې د همدې کلی او بل کلی سوتن د استوګنو ترمنځ نښته شوې، چې وېل کېږی څلور تنه پکې ټپیان دی. د ننګرهار د ولایتی شورامنشی او د دې ولسوالۍ استوګن محمد ایوب ملک بابا وایی، چې نښته په شیکالۍ کې د یوه سوتن مېشتی موټرچلوونکی د موټرځغلولو په سر شوې، چې د شیکالۍ درې او د سوتن یو استوګن پکې ټپیان دی. دې سیمې ته د منځګړې جرګې د ورتګ او نښتې د ودرېدو خبر ورکوی، خو په اړه یې نور جزیات نه لری. د ننګرهار د والی ویاند یوازې نښته منی، خو له جزیاتو یې په ناخبرۍ ښودلو سره وایی، چې په کرارولو پسې یې سیمې ته پولیس ورغلی. یو شمېر خلک ننګرهار ولایتی چارواکی د داسې نښتو په مخنیوی کې پاتې بولی او وایی که دوى د داسې نښتو پر پخوا رامنځته کوونکو قانون پلى کړى واى، نو دا لړۍ به نه غځېده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.