خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/11 0:0کد خبر: 2574

ننګرهار ته 6 کرنیزې لېسې منظورې شوې

ننګرهار ته 6 کرنیزې لېسې منظورې شوې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار پوهنې ریاست د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ځانګړو کرنیزو لېسو جوړېدو ته د پوهنې وزارت د منظورۍ او په څلورو ولسوالیو کې یې د لومړنیو چارو د پیل خبر ورکوی. د دې ریاست ویاند محمد آصف شینوارى وایی په دې ولسوالیو کې چپرهار، سره رود، هسکه مېنه، رودات، غنی خېل او کامه شاملې دی، چې له وروستیو دوو پرته یې تراوسه د نورو په یوه، یوه لېسه کې یو، یو ټولګى په رسمی ډول پرانېستل شوى. د شینواری په وینا، دې لېسو ته د نوی ښوونیز کال په جوړېدونکی انکشافی بودیجه کې د لګښت او ودانیو جوړولو امکانات په پام کې دی، خو ترهغې به په شپږو واړو دې ولسوالیو کې دا کرنیزې لېسې د یوه، یوه ټولګی په لرلو سره د نورو لېسو په ودانیو کې فعالیت کوی. د پوهنې ریاست ویاند، چې دغه نوې رامنځته کېدونکې مسلکی لېسې خورا ګټورې بولی وایی، په نورو لېسو کې د منځنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته هغه کسان به پکې د شاملېدو چانس خپل کړی، چې پینځه اویا سلنه نومرې ولری. د ننګرهار یو شمېر استوګن هم د دې لېسو پرمنظورېدو خوښی ښیی او غوښتنه لری، چې ورته د ودانیو په جوړولو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې هم باید ځایی او مرکزی چارواکی پوره پاملرنه وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.