بېرته
ننګرهار ته 6 کرنیزې لېسې منظورې شوې
د خپرېدو نېټه: 1389/08/11 0:0د خبر شمېره: 2574سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار پوهنې ریاست د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ځانګړو کرنیزو لېسو جوړېدو ته د پوهنې وزارت د منظورۍ او په څلورو ولسوالیو کې یې د لومړنیو چارو د پیل خبر ورکوی.
د دې ریاست ویاند محمد آصف شینوارى وایی په دې ولسوالیو کې چپرهار، سره رود، هسکه مېنه، رودات، غنی خېل او کامه شاملې دی، چې له وروستیو دوو پرته یې تراوسه د نورو په یوه، یوه لېسه کې یو، یو ټولګى په رسمی ډول پرانېستل شوى.
د شینواری په وینا، دې لېسو ته د نوی ښوونیز کال په جوړېدونکی انکشافی بودیجه کې د لګښت او ودانیو جوړولو امکانات په پام کې دی، خو ترهغې به په شپږو واړو دې ولسوالیو کې دا کرنیزې لېسې د یوه، یوه ټولګی په لرلو سره د نورو لېسو په ودانیو کې فعالیت کوی.
د پوهنې ریاست ویاند، چې دغه نوې رامنځته کېدونکې مسلکی لېسې خورا ګټورې بولی وایی، په نورو لېسو کې د منځنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته هغه کسان به پکې د شاملېدو چانس خپل کړی، چې پینځه اویا سلنه نومرې ولری.
د ننګرهار یو شمېر استوګن هم د دې لېسو پرمنظورېدو خوښی ښیی او غوښتنه لری، چې ورته د ودانیو په جوړولو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې هم باید ځایی او مرکزی چارواکی پوره پاملرنه وکړی.