د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د دوه سوه څلور وېشتو زرو امریکایی ډالرو په لګښت د دوو ښوونځیو تازه جوړې شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دې ولایت د پوهنې رېس اسدالله رویا وایی، چې یوه ودانۍ د شهید عبدالستار لېسې او بله د شهید اقبال ښوونځی ته د جاپان د خلکو په مرسته جوړه شوې.
د رویا په وینا، پر دواړو ودانیو یو ډول یانې یو سلو دولس زره امریکایی ډالره لګښت شوى او یوه پوړ کې دی، چې دولس خونې لری.
د لغمان د پوهنې د رئیس په خبره، د عبدالستار لېسه پینځلس سوه او شهید اقبال ښوونځى شپږ سوه زده کوونکی لری.
په دغو ښوونځیو کې د شهید اقبال ښوونځی، چې نجونې او هلکان دواړه پکې زده کړې کوی، پخوا بېخی ودانۍ نه لرله او د عبدالستار لېسې شته ودانۍ د چارواکو په وینا، بسنه نه کوله.
ښوونځیو ته پر ورته جوړېدونکو ودانیو ډېر وخت دا نیوکه کېږی، چې ګواکې کیفیت یې خراب او دوام یې د لږ وخت لپاره وی، خو د لغمان د پوهنې رئیس د دې ودانیو په اړه دا نیوکه نه منی او زیاتوی، چې د ودانیو له جوړېدو یې پوره څارنه کړې.
لغمان، چې ټول شاوخوا یو لک او شپږ اویا زره زده کوونکی یې په دوه سوه اویا ښوونځیو کې زده کړې کوی، څه موده وړاندې یې د پوهنې رئیس ویلی وو، چې پینځه اویا دا ښوونځی ودانۍ نه لری او له دې امله سختو ستونزو سره مخ دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: