خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/16 0:0کد خبر: 2638

جنوبی حوزه کې د ګوزڼ پر وړاندې کمپاین پیل شو

جنوبی حوزه کې د ګوزڼ پر وړاندې کمپاین پیل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسینو د رې ورځنی کمپاین، چې په ترڅ کې به یې د جنوبی حوزې په څلورو واړو ولایتونو کې یو اعشاریه درې ملیونه کوچنیان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وی واکسین شی. د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبد القیوم پخلا وویل، چې د دې پروسې د پلی کولو لپاره یې د حوزې په کچه لس زره رضا کاره په دندو ګمارلی، چې ورته یې د واکسین کولو مسلکی زده کړې هم ورکړی دی. دغه راز هغه وویل، چې په ورته وخت کې یې هغه کوچنیانو ته، چې عمرونه یې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو کم وی د وېټامین A کپسول ،چې د کوچنی د بدن په غښتلتیا او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت زیاتوی هم ورکول کېږی. نوموړی ومنله، چی په ځینو ناامنو ولسوالیو کې ورڅخه یو شمېر سیمې پاتې شوی، خو په وینا یې، هڅه به وکړی، چې یاده پروسه د ناامنو ولسوالیو په ټولو سیمو کې پلې کړی. د یادونې وړ ده، چې په جنوبی حوزه کې د پولیو پنځلس پېښی، چې څلور یې په ژړۍ، درې یې په شاولیکوټ، یوه په میوند، یوه په کندهار ښار، پنځه یې په هلمند او یوه پېښه هم په زابل ولایت کی ثبت شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.