خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/22 0:0کد خبر: 2708

د ننګرهار پر هوایی ډګر د ځانمرګو برید

د ننګرهار پر هوایی ډګر د ځانمرګو برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ځایی چارواکو ویلی، چې د ننګرهار پر هوایی، ډګر نن سهار 6 بجې 8 تنو ځانمرګو برید کوونکو برید کړى، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کې برید کوونکی مړه او یو تن افغان امنیتی سرتېرى ټپی شوى دى. د ننګرهار هوایی، ډګر قومندان ډګروال جهانګیر عظیمی کلید ته وویل، چې دغه برید نن سهار شواوخوا 6 بجې د دغه ډګر له جنوبی دروازې څڅه پیل شو، خو د ګډو ځواکونو لخوا وځپل شو او په ترڅ کې یې 8 واړه بریدکوونکی مړه او د ملی اردو یو تن سرتېرى ټپی شو. نوموړی پر پولیسو نیوکه وکړه، چې له دوى سره د بریدګرو په ځپلو کې مرسته نه کوی، نو ځکه دغه بریدګر په اسانۍ سره له خوګیاڼو، چپرهار ، بېهسود او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه پر دغه ډګر بریدونه کوی. بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دغه برید کې د دوى 14 ځانمرګو ملګرو برخه لرله، چې دى هم پکې د خپلو 8 ملګرو د وژل کېدو پخلى کوی او زیاتوی، چې تر 30 زیاتو کورنیو او بهرنیو سرتېرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې. نوموړی زیاته کړه، چې د دغه برید په ترڅ کې یې یوه هلیکوپټر، چې د دوى پر ملګرو یې هوایی برید کاوه هم راغورځولې ده. د وسله والو طالبانو دغه ادعا لا ګډو ځواکونو نه ده منلې. د ځایی چارواکو او وسله والو طالبانو په وینا برید لا هم روان دى، خو په سیمه کې زموږ خبریال وویل، چې برید پاى ته رسېدلى او اوس یې څه نښې نښانې نشته. په دې اړه به نور معلومات وروسته پر لیکه شی، له tkg.af سره اوسئ.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.