خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جنوبی وزیریستان کې ځانمرګی برید 2 تنه ووژل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د پاکستان په قبایلی سیمې جنوبی وزیریستان کې ځانمرګی برید د بریدګر په شمول 10 تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په واڼه کې یوه دولتی چارواکی رسنیو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلی، چې دغه برید له واڼه بازار څخه شاوخوا 25 کیلومتره لرې شمال خواته د شگۍ سیمې په زوړ سراى کې شوى.
د چارواکی په وینا، برید هغه مهال تر سره شو، چې په سیمه کې د سولې د کمېټې رضاکارو ساتونکو دى دفتر ته له ننوتولو منعه کولو.
نوموړی زیاته کړه، چې د سولې د کمېټې ساتونکو یې د منعه کولو په خاطر هوایی ډزې هم وکړې، خو هغه دفتر د ځان رسولو کوښښ کاوه.
عینی شاهدانو په سیمه کې رسنیو ته ویلی، چې د سولې کمېټې رضا کاروانو ځکه پر دغه ځانمرګی هوایی ډزې کولې، چې تر شا یې د مال منډی وه او پرې د مخامخ ډزو له کبله ښایی ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتى واى.
دوى زیاته کړې، چې دغو رضاکارانو ځانمرګی ته د واسکټ د غورځولو امر کاوه، چې په همدې کې چاودنه وشوه او له کبله یې پر مرګ ژوبلې سربېره د سولې کمېټې دفتر ته هم څه ناڅه زیان واوښت.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په شګۍ کې د سولې د کمېټې پر دفتر برید شوى و، چې په کې تر 5 زیات رضاکاران وژل شوی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.