خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کې دطالبانو په حملې کې د ناټو 6 زغرګاډی او دسونګو زیرمه وسوځیدله

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
فرانسې خبری آژانس راپور ورکړ، ناټوځواکونو نن وویل، دافغانستان په کنړ ولایت کې یې په پوځی مرکز توغندویی حمله وشوه چې پکې 6 زرغرګاډی او د سونګو یوه زیرمه سوځیدلې ده.
د ناټو ویندوی وویل په کنړ ولایت کې ددوی په دغه مرکز د وسلو ډزې هم وشوې .
افغان رسنیو هم راپور ورکړ،دا اور د توپچی په سیمه کې ،چې د ایتلافی ځواکونو مرکز دی، د تېلو په زخیره کې لګېدلی وی .
طالبان وایی چې په اډه کې یې د ناټو ځواکونو دوې الوتکې او تر لسو زیات موټرونه ویجاړ کړی او د تېلو او وسلو زېرمې یې له منځه وړی دی.
له حملې څو ساعته وروسته هم د سیمې په اسمان کې لوخړې لیدل کېدې.
ناټو وویل چې په دې برید کې یې شپږ زغرګاډی ویجاړ شوی. ویجاړ شوی زغرګاډی د ماین ضد نقلیه وسیلې بلل شوی چې د هر یوه بیه شاوخوا یوملیون ډالرو ته رسېږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.