خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/24 0:0کد خبر: 2742

دایران او افغانستان د دریم اقتصادي کمیسیون ترسره شو

دایران او افغانستان د دریم اقتصادي کمیسیون ترسره شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

زمونږ خبریال راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر منوچهر متکي دغه ګډ کمیسیون د دوه اړخیزو ملګرتیاوو لپاره د دواړو هیوادونو د وچتو ګامونو لپاره د مسولینو د ارادې ښودونکی وباله. هغ همداراز د دوادو هیوادونو دښو سیاسي روابطو په څیر د ښو اقتصادي روابطو د پراختیا په ضرورت په ټینګار سره، د ایران او افغانستان تاریخي، کلتوري، ژبني، او تمدني ګډولو ته هم اشاره وکړه. هغه زیاته کړه، په یوې اوږدې تمدني حوزې کې د دواړو هیوادونو شتون د ملګرتیاوو لپاره ټول لازم دلیلونه برابر کړي دي. متکي په افغانستان کې پارلماني او د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کیدا، په داخلي سیاست کې دوه مهم ګامونه وبلل، او هیله څرګنده کړه چې ټول په افغانستان کې د اساسي ثبات او امنیت او دافغانستان د پرمختګ او آبادۍ او سوکالۍ شاهد واوسو. دافغانستان خارجه وزیر ښاغلي زلمي رسول هم دغه غونډه په دوستانه فضا کې وبلله چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو د پراختیا په لړ کې ترسره کیږي. د افغانستان او ایران دریم ګډ اقتصادي کمیسیون د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره نن سهار په تهران کې پیل شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان