خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په 2014کال کې افغانستان ته دامنیتی چاروسپارل دمنلووړدی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
فرانس پریس آژانس راپورورکړدناټوموسیسې عمومی منشی آندرس فوګ راسموسن له بی بی سی سره په خبرو کې وئیلی دی سره له دې ناټوچې کله ضروری شی په دې زمینې کې خپلو ژمنو ته پابنده ده اوپه روانې غونډې کې به مونږ په 2011 کال کې افغان ځواک ته د مسئولیتونوسوکه سوکه منتقلول پیل اوپه 2014 کال به ئې هم پای اعلان کړوچې زماپه اندیوه حقیقت پاله لاره ده .
هغه له راتلونکی کاله له افغانستانه د خپلو عسکرو دویستلو لپاره دامریکا دپروګرام په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل زه د هغوی دعسکرود ویستلو له دقیق پروګرامه خبر نه یم خو فکر کوم ټول غړ ی هیوادونه به دکارتربشپړولوپورې په دغه هیواد کې شتون ولری .
دناټوعمومی منشی زیاته کړه زمونږ ماموریت هاله تمامیږی چې افغانان دامنیتی مسئولیتونودترسره کولوجوګه شی او مونږ هیله من یوچې دوی د 2014 کال تر وروستیو پورې په درست افغانستان کې دامنیتی چارودترلاسه کولو وړتیا ولرل شی .
دناټو دوه ورځنۍ سرمشریزه ټاکل شوې چې نن په لسبن کې پیل شی او په دغې غونډې کې به دافغانستان ملی پوځ ته د امنیتی چارودسپارلو په باب مهمه فیصله وشی خو ځینی سرچینې وائی چې امریکاوارمخکې په افغانستان کې د ناټوغړو هیوادونو لپآره برخلیک ټاکلی دی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.