دایران له خارجه وزیر سره دافغانستان دسولې دلوړې شورا دمشر په کتنې کښې په مختلفو سیاسی ، اقتصادی او کلتوری حوزو کښې دایران او افغانستان داړیکو دپراخیدا په اهمیت ټینګار وشو .
دایرا ن خارجه وزیر متوچهر متکی پرون په تهران کښې دافغانستان دسولې دلوړې شورا له مشر برهان الدین ربانی سره په کتنې کښې ددواړو هیوادونو دخلکو تمدنی او کلتوری ژورو اړیکو او په افغانستان کښې دپراخ بنسټه ثبات دټینګیدا لپاره دایران غوښتنې ته په اشارې سره دافغانستان دمشکلاتو دختمیدا او دارامښت دټینګیدا لاره سیمه ایز کړچار وباله .
دایران خارجه وزیر وویل په افغانستان کښې دارامښت ټینګیدل په دغه هیواد کښې دملی وحدت دپیاوړتیا سبب کیدلای شی .
دافغانستان دسولې دلوړې شورا مشر برهان الدین ربانی هم په تیرو دیرشو کلونو کښې له افغانستان ته دایران داسلامی جمهوریت دمرستو په قدرونې سره دافغانستان په بدلونونو کښې دایران په رغنده رول ټینګار وکړ .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: