خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغان کرکټ ملی لوبډلې هانک کانګ ته ماتې ورکړه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د چین په ګوانجو ښار کې د اسیایی لوبو په لړ کې افغان کرکټ ملی لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې هانک کانګ ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
دا لوبه، چې نن سهار د افغانستان په وخت 6 بجې پیل شوه، لومړى د هانک کانک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو 63 منډې وکړې، چې د افغان توپ اچونکو لخوا میرویس اشرف 3 او شاپور ځدراڼ او محمد نبی دوه دوه ویکټې واخیستې.
افغان لوبډلې د 64 منډو ټاکلى هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو په 14 اورونو پوره کړ او د اسیایی لوبو دویم پړاو او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.
ټاکل شوې، چې افغان کرکټ ملی لوبډله خپله دویمه یا نیمه پایلوبه سبا د کابل په وخت سهار شپږ بجې له پاکستان سره ترسره کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.