خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له شاوخوادوه میاشتې انتظاره وروسته نن دولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په داسې حال کې اعلان شوې، چې پر ضد یې په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې اعتراضونه روان دی.
د ټاکنو د کمېسیون مشر فضل احمد معنوی وویل، په وروستیو پایلو کې د راغلی بدلون له مخې 24 نوماندان له وروستی لېسته ایستل شوی دی.
معنوی زیاته کړه، کمېسیون خپل کار روڼ تر سره کړی او ټول هغه تورونه یې رد کړل، چې د نوماندانو او یا نورو سرچینو له لوری پر دغه کمېسیون لګېدلی دی.
هغه له نړیوالې ټولنې هم مننه وکړه، چې د ټاکنو په برخه کې یې ورسره مرسته کړې ده.
په وروستیو پایلو کې د دری دېرشو ولایتونو او د کوچیانو د حوزې وروستۍ پایلې اعلان شوې چې ټولې 34 حوزې کېږی.
تر دې مهاله پورې یوازې د غزنی ولایت وروستۍ پایلې نه دی اعلان شوی، چې د معنوی په وینا، لامل یې تخنیکی ستونزې دی.
ډېری هغه نوماندان، چې د لومړنیو پایلو له مخې ناکام شوی په ټاکنو کې د پراخو درغلیو او لاسوهنو ادعا کوی، خو دغه کمېسیونونه پر خپلو دریځونو ټینګار کوی او وایی، خپل کار یې سم تر سره کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.