له شاوخوادوه میاشتې انتظاره وروسته نن دولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په داسې حال کې اعلان شوې، چې پر ضد یې په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې اعتراضونه روان دی. د ټاکنو د کمېسیون مشر فضل احمد معنوی وویل، په وروستیو پایلو کې د راغلی بدلون له مخې 24 نوماندان له وروستی لېسته ایستل شوی دی. معنوی زیاته کړه، کمېسیون خپل کار روڼ تر سره کړی او ټول هغه تورونه یې رد کړل، چې د نوماندانو او یا نورو سرچینو له لوری پر دغه کمېسیون لګېدلی دی. هغه له نړیوالې ټولنې هم مننه وکړه، چې د ټاکنو په برخه کې یې ورسره مرسته کړې ده. په وروستیو پایلو کې د دری دېرشو ولایتونو او د کوچیانو د حوزې وروستۍ پایلې اعلان شوې چې ټولې 34 حوزې کېږی. تر دې مهاله پورې یوازې د غزنی ولایت وروستۍ پایلې نه دی اعلان شوی، چې د معنوی په وینا، لامل یې تخنیکی ستونزې دی. ډېری هغه نوماندان، چې د لومړنیو پایلو له مخې ناکام شوی په ټاکنو کې د پراخو درغلیو او لاسوهنو ادعا کوی، خو دغه کمېسیونونه پر خپلو دریځونو ټینګار کوی او وایی، خپل کار یې سم تر سره کړی.