خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/06 0:0کد خبر: 2887

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په سولې باور نلری

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په سولې باور نلری  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دلبنان لومړی وزیر ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر په سولې باور نلری . پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دلبنان لومړی وزیر دامریکا له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې دصهیونیسټ رژیم په لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دنړیوالو موافقو دخلاف ورزۍ په علت چې په مینځنی ختیځ کښې دسولې دټینګیدالپاره لاس لیک شوی دی نیوکه وکړه . حریری وویل داسرایلو لومړی وزیر نتانیاهو داسی سړی دی چې داوسلو ترون یې له نابودۍ سره مخامخ کړی دی او په سیمه کښې دحقیقی سولې په باره کښې خبرواترو ته هیڅ ګروهنه نلری . دلبنان لومړی وزیر ددغه هیواد دمشکلاتو جرړه خارجی وبلله او ویې ویل دنیا خپلې سترګې په سیمه کښې دتاوتریخوالی چلند ته نیولی دی . داسرایلو رژیم د1967 میلادی کال په شپږ ورځنی جنګ کښې دسوریې دجولان لوړې او ختیځ قدس ونیوه او دنړیوالې ټولنې په پراخه مخالفت سره سره ددغو نیولو شویو سیمو دمالکیت ادعا کوی او هغه یې له اسرایلو سره یوځاې کړی دی . دغه راز دسوریې پارلمان له قدس او جولان نیواکی سیمې دشاتګ لپاره دټول پوښتنې دترسره کولو په باره کښې دصهونیسټ رژیم دپارلمان کنیسټ مصوبه وغندله . ایرنا خبری اژانس وای دسوریې پارلمان په یوې بیانیې کښې وویل دقدس او جولان له لوړو دشاتګ لپاره دټول پوښتنې دترسره کولو لپاره دصهیونیسټ رژیم مصوبه له سولې سره ددغه رژیم دمخالفت ښودنه کوی او په دې باره کښې هر ډول ټول پوښتنه باطله ، ناجایزه او غیر قانونی ده . دسوری پارلمان ویلی دی دجولان دلوړو په باره کښې هیڅ ډول خبرې نشی کیدلای او د1967 میلادی کال تر سرحدونوپورې دجولان دلوړو بیرته سپارل دسولې دټینګیدا بنسټ دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.