خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/08 0:0کد خبر: 2914

پکتیا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو چاڼیز عملیات

پکتیا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو چاڼیز عملیات - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزیو سیمې اوسېدونکی وایې، چې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا په سیمه کې عملیات شوی دی، چې له امله یې یو تن وژل شوى او څلور نور ځواکونو له ځانو سره بیولی دی. دا عملیات، چې د مموزیو سیمې د زاړه کډوس په کلی کې شوی دی په اړه یې د سیمی اوسیدونکی وایی، چې بهرنیو ځواکونو د ملکی خلکو کورونه تالاشی کړی دی او د تالاشۍ په ترڅ کې یې یو تن عمر خوړلى وژلى او څلور تنه یې له ځان سره بیولی. د سیمې اوسېدونکی دا هم وایی، چې ځواکونو د کورونو د تالاشۍ په لړ کې پیسې او نور توکی هم له ځان سره وړی دی. افغان ځایې چارواکی د عملیاتو پخلى کوی او وایی، چې ځواکونو څلور تنه له ځان سره وړی او څلور کلاشینکوفونه یې هم نیولی دی، خو دا نه په ډاګه کوی، چې په عملیاتو کې به ملکی وګړی او که وسله وال جنګیالی په نښه شوی وی. په سهیل ختیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتی دفتر لا تر دې دمه رسنیو ته د عملیاتو په اړه څه نه دی ویل شوی. په سیمه کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې په عملیاتو کې د دوى ملګری نه وژل شوی او نه نیول شوی دی، نوموړى د عملیاتو ځپلی یوازې ملکی خلک بولی. پاتې دې نه وی، چې په زرمت ولسوالۍ کې د لوى اختر له ورځې را په دېخوا بهرنیو ځواکونو عملیات پیل کړی دی او په اړه یې چارواکو هر ځل په نښه شوی وسله وال طالبان ګڼلی، خو ملکی خلکو او وسله والو طالبانو ډیرى ځلې په نښه شوی ملکی کسان بللی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.