خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/09 0:0کد خبر: 2929

د کابل - کندهار پر لویه لاره ترافیکی پېښې 39 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل - کندهار پر لویه لاره ترافیکی پېښې 39 تنو ته مرګ ژوبله واړوله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل _کندهار پر لویه لاره د یوه 303 ډوله موټر د چپه کېدو له امله 39 تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهارد عامې روغتیا مرستیال ډاکټر احمد الله فیضی کلید ته وویل، چې یاده پېښه د کابل _کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د زابل ولایت د مرکز قلات په شل کېلو مترۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چی یوه 303 ډوله موټر، چې له کندهاره کابل ته تلونکى و د زیاتې چټکتیا له امله له له لارې بې لارې او چپه شو. هغه زیاته کړه، چی په دې پېښه کې 6 تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی وژل شوی او 33 تنه نور ژوبل شوی، چې پکې د 3 تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دى. دا په پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږی، چې تېره ورځ د کندهار_بولدک د لویې لارې په اوږدو کې د یوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله 7 ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان