خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
هرات کې د یوه پولیس سرتیری مرموزه وژنه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
تېره شپه د هرات ښار د ګلها په څلور لاری کې د ملی پولیسو یو سرتېرى پخپله پوسته کې په ډزو ووژل شو.
یوه پولیس چارواکی، چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شی کلید ته وویل، چې ښایی دغه سرتېرى د خپلو ملګرو لخوا وژل شوى وی.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، له ده سره په پوسته کې نور سرتیری د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوی او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې رانې دی.
په همدې حال کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند نورخان نېکزاد کلید ته وویل، چې تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې دغه سرتېرى د خپلو ملګرو لخوا وژل شوى او که نه سهواً یې خپل ځان وژلى دى.
نوموړی زیاته کړه، چې په دې برخه کې پلټنې پیل شوی، چې پایلې به یې روسته رسنیو ته ورکړل شی.
په تېر کې هم داسې راپورونه خپاره شوی، چې په کې افغان او بهرنیو ځواکونو یو پر بل ډزې کړی، چې په پایله کې یو شمېر هغو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په نیمروز کې یوه پولیس سرتېری خپل 5 ملګری وژلی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.