خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/11 0:0کد خبر: 2964

بغلان کې پر یوې امنیتی پوستې د وسله والو طالبانو برید

بغلان کې پر یوې امنیتی پوستې د وسله والو طالبانو برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بغلان ولایت امنیتی چارواکی وایی، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د همدې ولایت په پلخمری ولسوالۍ کې پر یوې امنیتی پوستې برید کړى او د تېلو یو ټانکر یې هم سوزولى دى. د بغلان ولایت یوه دولتی چارواکی کلید ته د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر مازیګر د پلخمری ولسوالۍ په چشمه شیر سیمه کې رامنځته شوې. د نوموړی په وینا، دغه برید تر 6 بجو پورې دوام درلوده، خو په وینا یې، هیڅ تلفات نلری. د سرچینې په وینا، د برید د پرشاه تمبولو وروسته وسله والو طالبانو د یوې شخصی کمپنۍ د تېلو ټانکر ته اور ورته کړى. تراوسه پورې څرګنده نه ده، چې د تیلو دغه ټانکر د نړیوالو ځواکونو و او که د شخصی کمپنۍ، خو ډېری وختونه په یاده لاره وسله وال طالبان دغه ډول بریدونه ترسره کوی. د یو بل خبر له مخې نامعلومو وسلوالو تېره شپه نهه بجې او شل دقیقی د مرکزی بغلان د ذخیره آب په سیمه کې د اتصالاتو د مخابراتې شرکت یوه ستنه په مکمل ډول وسوزوله. د مرکزی بغلان مسؤلین وایی، چې په دې تړاو یې څوک ندی نیولی، خو په اړه یې پلټنې روانې دی. په یاده سیمه کې ډیرې وختونه د مخابراتې شرکتونو ستنې په نښه کیږی او د اتصالاتو د ستنې له منځه وړولو دا پېښه دویمه هغه وه. وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه نه دی ویلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.